د کورنیو چارو وزارت ویاند: د سراج الدین حقاني د استعفا خبر د متعصبو رسنیو شایعات ده

کابل- ایرنا- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند د سراج الدین حقاني د استعفا خبر د متعصبو رسنیو شایعات وبلل او رد يې وکړ.

په کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال مخې، د افغانستان د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن دوشنبه د کب په ۲۷ مه په یوه غږیز پیام کې وویل: موږ په کلکه اعلان کوو چې سراج الدین حقاني له خپلې دندې استعفا نه ده کړې او دا اوازې حقیقت نه لري.

هغه د دغه ډول خبرونو خپرول د متعصبو رسنیو شایعات وبلله او زیاته یې کړه: د ناسمو اطلاعاتو خپرول د عامه افکارو د انحراف او اندیښنه لامل ګرځي. موږ له رسنیو څخه غوښتنه کوو چې د هغو پروپاګند له انعکاس څخه ډډه وکړي.

 د قانع په وینا، د کورنیو چارو د سرپرست وزیر خپله دنده ترسره کوي او د هغه په دنده کې یې کوم بدلون نه دی راغلی.

 د ایرنا د راپور له مخې، له دې مخکې ځینو رسنیو خبر ورکړی و چې د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني له خپلې دندې استعفا کړې ده.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .